میتا د ایران د مذهبي مشر د فېسبوک او انسټاګرام حسابونه وتړل

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي

میتا شرکت پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې د دغې شبکې د محتوا د پالیسۍ څخه د سرغړونو له کبله یې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي د فېسبوک او انسټاګرام حسابونه وتړل.

د میتا شبکې یوه ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "موږ دا حسابونه ځکه وتړل چې په پرله پسې ډول یې د خطرناکو سازمانونو او افرادو له تګلارې څخه سرغړونې کولې."

سره له دې چې میتا د اسراییل او حماس د جګړې یادونه نه ده کړې، خو د اکټوبر پر اوومه نېټه پر اسراییل د حماس له بریدونو وروسته پر دې شبکې فشارونه وو چې د ایران د دغه مذهبي مشر حسابونه وتړي.

خامنه‌اي په خپلو دغو ټولنیزو پاڼو او حسابونو کې پر اسرایيل د حماس د بریدونو ننګه کړې وه، خو په دغو بریدونو کې یې د ایران لاس لرل رد کړي وو.