د پاکستان عمومي ټاکنو د لومړنیو نتایجو له مخې د عمران خان پلویان تر نورو مخکې بلل شوي

په اسلام اباد کې د عمران خان یو لګول شوی انځور

د پاکستان د پرونیو عمومي ټاکنو د لومړنیو نتایجو له مخې د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان پلویان تر نورو مخکې دي.

د عمران خان پلویانو د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ملي اسمبلۍ د ۲۶۶ سیټونو له جملې د ۱۰۶ سیټونو د شمېرل شویو رایو له مخې ۴۷ ګټلې دي.

۲۴ نور سیټونه خپلواکو کاندیدانو ګټلي او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان پیلپز ګوند هم ۲۴ سیټونه خپل کړي او د پخواني صدراعظم نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند بیا ۱۸ سیټونه ګټلې دي.

د رایو شمېرنه په غیرمعمولي ډول ورو روانه ده، چې حکومت یې یو علت د ټلیفوني خدماتو ځنډېدل بللي دي.

د ټاکنو په ورځ په پاکستان کې انټرنېټي او ټلیفوني خدمات ځنډول شوي وو.

په پاکستان کې په پرونیو عمومي ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه کمه ښوول شوې او د ناامنیو د پېښو راپور هم ورکړل شوی دی.

د پاکستان پوځ پرون وویل چې د انتخاباتو د بهیر د ګډوډولو په هدف د وسله‌والو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان چې اکثره یې د امنیتي ځواکونو غړي وو، ووژل شول.