د امریکا ځانګړې استازې د افغانستان په تړاو په واشنګټن کې د ازبکستان سفیر سره لیدلي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حفونو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حفونو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغانستان په اړه د اصولي دریځ په باب یې په واشنګټن کې د ازبکستان له سفیر فرقت صدیقوف سره رغنده خبرې کړي دي.

اغلې امیري پرون پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د ازبکستان د سیمه ییز رول په اړه غږېدلې ده.

سره له دې چې ازبکستان تراوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په وروستیو کې یې په تاشکند کې د افغانستان سفارت د طالبانو د حکومت استازي ته وسپاره.