کرکټ؛ افغانستان او سریلانکا د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي

د افغانستان او سریلانکا له مخکینیو لویو یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ۹مه نېټه له سریلانکا سره د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

یاده سیالي به د سریلانکا د کینډي ښار په پالیکلي لوبغالي کې د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰نیمه بجه پیل شي.

د یادو سیالیو لپاره د چمتوالي په وروستۍ ورځ د فبرورۍ په ۸مه نېټه تر غرمې وروسته دواړو لوبډلمشرانو له رسنیو سره په خبرو کې د خپلو لوبډلو په چمتوالي خبرې کړې دي.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي رسنیو ته ویلي، د لوبډلې ټول لوبغاړي د کینډي ښار ته ور رسېدلي دي او ټولو په شریکه تمرینات هم ترسره کړي دي.

شهیدي ډاد ښودلی دی چې یو وار بیا به په یو ورځنیو سیالیو کې د یوې غښتلې لوبډلې په څېر په لوبغالي کې ځلېږي.

هغه ویلي: "مثبته روحیه لرو، سریلانکا مو په سریلانکا کې ماتې کړې ده. په ټېسټ لوبه کې ماتې به مو په یو ورځنیو لوبو اغېز ونه لري، خو په ټېسټ کې مو تر هغې غوره کارکردګي کولای شوه. لکه څنګه مو چې په تېر پنځوس اوریز نړیوال جام کې سترې او پیاوړې لوبډلې ماتې کړې دي، هماغه مورال لا هم لرو او بیا به هم ښه کرکټ کوو. زه پوره مثبته روحیه لرم، هلکان بېرته لوبډلې ته راستانه شوي دي، مونږ په یو ورځنیو سیالیو کې ښه لوبډله یو."

په ورته وخت کې د سریلانکا کرکټ بورډ ادارې تر لوبې یوه ورځ وړاندې خپله لوبډله اعلان کړې ده. په دې سیالیو کې به کوشال مینډس د سریلانکا لوبډلمشر وي.

په اعلان شوې لوبډله کې کاریت اسالانکا، پټوم نیسانکا، اویشکا فرنانډو، سادرا سامارویکراما، سهان اراچیج، شوون دانیل، جانیث لییاناژ، چامیکا کارونراتنې، ماهیش ټکشانا، دیلشان مادوشانکا، دوشمانتا چامیرا، دونیث ویلالیګې، پرامود مادوشان، اکیلا دانانجایا او وانیندو هاسرانگا شامل شوي دي.

دواړه لوبډله به دوه نورې یو ورځنۍ سیالۍ د فبروۍ په ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ولوبوي او بیا به د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل شي.