د راپورونو له مخې د چین د میلیونونو ډالرو پانګونو پر مټ د افغانستان له شمال څخه د تېلو تولید زیات شوی دی.
د امریکا غږ راډیو د راپور له مخې د چین د انرژۍ شرکت د ۴۹ میلیون ډالرو پانګونې په مرسته د شمال د تېلو له حوزې په ورځني ډول د اومه تېلو تولید ۱۱۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلی، خو دا د هغې پانګونې یوه درېیمه برخه ده چې پېکېنګ یې ژمنه کړې ده.
د هغه تړون له مخې چې یو کال وړاندې د چین د شینجین د مرکزي آسیا د پټرولیم او ګازو شرکت، CAPEIC د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک کړی، دا شرکت باید په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي او تر۲۰۲۶ کال پورې باید د پانګونې اندازه ۵۴۰ ملیون ډالرو ته ورسېږي.
د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې دغه شرکت د موادو او کارد لګښتونو د ناسمې ارزونې او همدارنګه د افغانستان د حکومت له خوا یې د مالي پلان په تصویب کې د درې میاشتني ځنډ له امله نهدی توانېدلی چې بشپړه پانګونه وکړه.
د امو سیند حوزه، چې د افغانستان او تاجکستان په اوږدو کې پرته ده، د امریکا د جیولوجیکي سروې د ۲۰۱۱ کال د ارزونې له مخې، اټکل کېږي چې ۹۶۲ میلیونه بېرله اومه تېل او څه باندې ۵۲ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز لري.