په هرات د زلزلو زیانمنو ته ۶۹ نور کورونه وسپارل شول

په هرات کې د زلزلو زیانمنو ته سپارل شوي کورونه

د هرات سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته د لسګونو نورو کورونو د ورکولو خبر ورکوي.

د هرات لپاره د طالبانو د والي ویاند نثاراحمد الیاس پرون پنجشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې ۶۹ نور کورونه د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې زیانمن شویو کورنیو وسپارل شول.

هغه نه دي ویلي چې دغه کورونه په کومو سیمو کې زیانمن شویو ته سپارل شوي، خو باختر خبري آژانس د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس احمدالله متقي له قوله ویلي چې دغه کورونه د زنده جان ولسوالۍ په سربلند او نایب رفیع کې ویشل شوي دي.

له دې مخکې الیاس د تېرې دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په زنده جان ولسوالۍ کې د کورونو د وېش لړۍ پیل شوې او ۳۸۷ نوي کورونه د دې ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې هغو کسانو ته ورکړل شول چې کورونه یې د ۵ میاشتې مخکې خونړۍ زلزلې له کبله ویجاړ شوي وو.

د تېر میلادي کال د اکټوبر په اوومه یوې زوروې زلزلې د هرات ولایت زنده جان او نورې سیمې ولړزولې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دې زلزله کې له دوه زره زیات کسان مړه شول، له لسو زرو زیات کورونه په بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور کورونه لږ او ډېر زیانمن شول.