اوچا: د هرات د زیانګالو لاسنیوي ته دوام ورکوو

ارشیف: د هرات د زلزلو زیانمن خلک چې اوس په خیمو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په هرات کې له وروستۍ زلزلې څلور میاشتې وروسته هم د بشري چارو همکارې ادارې تر ټولو د زیانګالو کسانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

دغې ادارې نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې لا هم د غوښتل شوې بودیجې ۱۲۴ میلیونه او پنځه سوه زره امریکايي دالرو ته اړتیا ده چې له خلکو سره د دوی د ستونزو په دایمي حل کې مرسته وشي چې هغه د دوی د کورونو، کلیو او معیشت جوړول دي.

د تېر میلادي کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه یوې زوروې زلزلې او بیا نورو ټکانونو د هرات ولایت زنده جان ولسوالي او نورې سیمې ولړزولې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دې زلزله کې له ۲۴۰۰ زیات کسان مړه شول، له لسو زرو زیات کورونه په بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور کورونه لږ او ډېر زیانمن شول.