بایډن: په امریکا کې د افغانستان بانک شتمني به همداسې کنګل پاتې کېږي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، په متحدو ایالتونو کې د افغانستان بانک شتمني به همداسې کنګل پاتې کېږي.

امریکا غږ په یوه راپور کې د بایډن د پرونیو څرګندونو په حواله ویلي چې د افغانستان د بشري ناورین او له کبله یې د رامنځته شوي ګواښ له کبله د ده د ۲۰۲۲م کال فرمان، ۲۰۲۴ کال کې هم د اجرا وړ دی.

بایډن ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د افغانستان په اړه دغه فرمان صادر کړی چې د شتمنۍ کنګل کېدل یې هم یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار له امریکا غوښتي چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته متحدو ایالتونو د افغانستان بانک شاوخوا ۷ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه چې له دې ډلې یې وروسته درې نیم میلیارده په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته ولېږله، خو پاتې درې نیم میلیارده یې همداسې کنګل پاته ده.

بایډن پخوا ویلي وو چې په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې پیښې د قربانیانو کورنۍ د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ په اړه حقوقي دعوه لري، خو وروسته بیا یوې محکمې دا خبره رد کړه او وې ویل، دا کسان یې مستحق نه دي.