د طالبانو حکومت د دوحې په غونډه کې پر معنا داره ګډون غور کوي

د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن سره په کتنه کې ویلي چې د دوحې په غونډه کې پر معنا داره ګډون غور کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون په ایکس شبکه کې لیکلي متقي دا ځواب د نیکلاسن د پوښتنې په ځواب کې ورکړی چې ایا د دوحې په غونډه کې برخه اخلي که نه؟

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې غونډه د فبروري میاشتې پر اتلسمه او نولسمه د بېلابېلو بنسټونو او د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون سره جوړه شي.

له دې سره هممهاله پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې ده هم له ټوماس نیکلاسن او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رافایله یودیچه سره د دوحې پر غونډه خبرې کړې دي.

د کرزي له دفتره تېره شپه په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې هغه هیله ښودلې چې د افغانستان لپاره د دوحې غونډې نتایج مثبت وي.