د مصر او قطر په منځګړیتوب د غزې په اړه د مذاکرو بل پړاو قاهره کې پیلېږي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

ټاکل شوې د مصر او قطر په منځګړیتوب د غزې په اړه د مذاکرو بل پړاو نن پنجشنبه په قاهره کې پیل شي.

د مصر یوه چارواکي ویلي، د دغو مذاکرو هدف په غزه کې د کرارۍ ټینګښت او د نورو یرغمل شویو او بندیانو خلاصون دی.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې د حماس ډلې یوې سرچینې چې له موضوع خبره وه تایید کړه چې دغې فلسطینۍ ډلې له دغو مذاکرو سره موافقه کړې ده چې هدف یې په غزه کې د اوربند ټینګښت، د جګړې ختمول او د بندیانو تبادله ده.

دواړو سرچینو د فرانسې له خبري اژانس سره د نومونو نه ښودلو په شرط خبرې کړي، ځکه پر دې موضوع یې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه درلوده.

د مصر دغه چارواکي ویلي، قاهرې له دواړو لوریو غوښتي چې له ځانه انعطاف وښيي څو د حماس تر ولکې لاندې غزه کې یوه لنډمهاله اوربند ته لار اواره شي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، د اکټوبر له اوومې په روانه جګړه کې نږدې ۲۸زره کسان وژل شوي، خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړي نه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.