یعقوب مجاهد: محدویتونه او سیاسي فشارونه زموږ پر حکومت هیڅ اغېز نه لري

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وایي چې محدودیتونه او سیاسي فشارونه د دوی پر حکومت هیڅ اغېز نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن د لویې جرګې په خېمه کې هغې غونډې ته وکړې چې د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا جوړه شوې وه.

ښاغلي مجاهد د کوم مشخص فشار یادونه ونه کړه او دا یې هم ونه ویل چې د چا له خوا پر دوی اچول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي د ګمارنې غوښتنه کړې چې د طالبانو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو ته ویلي چې د یوناما په موجودیت کې بل استازي ته اړتیا نه لیدل کیږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي موضوع د همدې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه د دوحې په غونډه کې هم یاده شي.