اوچا: افغانستان د بشري مرستو لپاره ۳ میلیارد او ۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

د اوچا ادارې لوګو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره « اوچا» وایي، روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ۱۷ میلیون اودرې لکه کسانو د ملاتړ لپاره د بشري مرستو شریکان درې میلیارد او شپیته ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا نن چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې له دغو افغانانو سره به د خوړو، سرپناه او نورو کورنيو توکو، روغتیا، اوبو، نظافت او حفظ الصحې، تغذیې، خوندیتوب، روزنې او یو شمېر نورو برخو کې مرسته کوي.

اوچا ویلي چې مرستو ته د اړو کسانو ۵۲ سلنه یې ماشومان، ۲۵ سلنه یې ښځې، څه کم دولس سلنه یې معلولین او دوه سلنه یې د پاخه عمر لرونکي دي.