کرزي د پوهنې د وضعیت د ښه والي او د شته ستونزو د هواري غوښتنه وکړه

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوحې راتلونکې غونډه کې له اړوندو کورنیو او نړیوالو چارواکو په ځانګړې توګه د افغانستان د پوهنې د وضعیت د ښه والي او د شته ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان په اړه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې جوړه شي.

د سه شنبې په ورځ د فبروري ۶مه کرزي په ایکس ټولنیزه شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې نوموړي د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو له یو شمېر استادانو سره په کتنه کې د لوړو زده کړو د موسسو پر ستونزو خبرې وکړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر یوځل بیا د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل یوه حیاتي مسئله وبلله.