طالب چارواکي: د برېښنا ټول پورونه مو پرې کړل

د برېښنا د پایو یو سمبولیک تصویر

د افغانستان د برېښنا شرکت چې طالبان یې اداره کوي وايي د بریښنا له درکه یې خپل ټول پورونه پرې کړې دي.

د دې شرکت ویاند حکمت میوندي په یوه ویډیو کې چې نن پر ایکس شبکې خپره شوه ویلي، د وارداتي بریښنا د پخوانیو او اوسنیو پورونو کچه ۶۲۷ میلیون ډالرو ته رسېدله، خو د هېواد پر اقتصاد او بانکونو له بندیزونو سره سره دوی نه یوازې ټول پورونه پرې کړل؛ بلکې له مخکې اداینه یې هم کړې ده.

میوندي ویلي:

" د بانکونو له تحریم او اقتصادي بندیزونو سره سره موږ وکولی شوای ۶۲۷ میلیون امریکايي ډالر زاړه پورونه خلاص کړو او د بریښنا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره موږ ګاونډیو هېوادونو ته مخکې اداینه یا پېش پرداخت هم وکړ."

افغانستان له څو کلونو راهیسې تر ډېره خپله د اړتیا وړ بریښنا له ازبکستان او ترکمنستان او څه ناڅه له تاجکستان او ایران څخه واردوي.

د برېښنا شرکت ویاند همداراز وویل، د طالبانو حکومت د برېښنا پر کورنیو سرچینو هم کار پیل کړی او د ده په وینا په راتلونکو پنځو کلونو کې به دوی وتوانېږي چې د کورنیو سرچینو پرمټ ۷۱۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د برېښنا د رسولو بهیر د بېلابېلو ستونرو له وجې ډېر وخت له ستونزو سره مخامخ کیږي او حتی په ځینو مواردو کې دا ستونزه د څو اوونیو لپاره دوام کوي.