نړیوالې موسسې: په افغانستان کې د لږې واورې ورېدو د وچکالۍ اندېښنې زیاتې کړي

ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ د خلکو ستونزې زیاتې کړي

پنځه نړیوالې موسسې وايي چې په افغانستان کې په روان کال کې د لږې واورې ورېدلو د وچکالۍ اندېښنې زیاتې کړې دي.

دې نادولتي ټولنو چې د ماشومانو د ملاتړ اداره سیف دې چېلډرن او اسلامي ریلیف نړیواله موسسه هم په‌کې دي، په یوه ګډ بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې په سږني ژمي کې تر دې دمه ډېره لږ واوره ورېدلې او دا اندېښنې یې زیاتې کړي چې له درې کلنې پرله پسې وچکالۍ وروسته ښايي د اوبو کمښت دوام وکړي او په بشري او پرمختیايي برخو کې د دې هېواد بحران نور هم ژور شي.

په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د اکتوبر د لومړۍ او د جنوري د ۱۵مې ترمنځ د تېر کال د همدې مودې پرتله یوازې په سلو کې له ۴۵ څخه تر ۶۰ پورې ورښتونه شوي دي.

په بیان کې د کارپوهانو له قوله خبرداری ورکړل شوی چې د روانې فبروري او راروانې اپریل میاشتو ترمنځ له معمول څخه د تودوخې د لوړې درجې اټکل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا مشر په تېره لیندۍ میاشت کې ویلی وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه د نړۍ په لسو ډېرو زیانګالو هېوادو کې شپږم دی، خو د دې ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.