سوریه کې امریکا پلوي کرد ځواکونه: یوې بې پيلوټې الوتکې مو ۶ تنه ووژل

تصویر له ارشیفه

په سوریه کې د امریکا له ملاتړه برخمنو د کردانو په مشرۍ ځواکونو نن وویل چې پریوې اډې یې د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې ۶ غړي وژل شوي دي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې، دوو سیمه ییزو سرچینو ویلي چې دغه برید د سوریې د حکومت تر واک لاندې دیرالزور سیمه کې تر سره شوی.

ویل شوي چې په دې سیمه کې د ایران ملاتړې هغه ډلې فعالې دي چې اکثره وختونه بریدونه ترسره کوي. دوی ویلي، دغه برید د العمرد تیلوپه ساحه کې پریوې پوځي اکاډمۍ چې د امریکا په یوه اډه کې موقعیت لري، شوی دی. په غزه کې د اسراییل او سخت دریځې حماس ډلې ترمنځ د جګړې له تیزیدو سره په سیمه کې د ایران ملاتړو ډلو چې د فلسطینیانو ملاتړکوي، شخړو ته مخه کړې ده.