سولیوان: پر ایران پلوه ملېشو د امریکا بریدونه « پیل دی نه پای»

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ، جک سولیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ویلي په عراق او سوریه کې د ایران پلوه ملیشو په هدفونو باندې د جمعې شپې بریدونه د امریکا د حملو «پیل دی نه پای».

هغه دا خبره یکشنبه له ان بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې کړې ده.

جک سولیوان د ایران په خاوره کې دننه د امریکا د پوځي عملیاتو پوښتنه نه رد نه هم تایید کړه او ویې ویل چې په خبري غونډه کې په دې اړه څه رد یا تاییدولی نه شي.

امریکا د ایران پلوه ملیشو د هغو بریدونو په ځواب کې چې د امریکا اډه یې په اردن کې هدف ګرځولې وه او درې امریکایي عسکر یې ووژل په عراق او سوریه کې یو شمېر هدفونه بمبار کړي.

د راپورونو له مخې، څه باندې اتیا ځایه د امریکا له خوا هدف ګرځېدلي چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس او د هغوی د وفاداره ډلو پټنځایونه او اډې یادې شوي.