بدخشان: ترافیکي پېښو یو کس مړ او ۸ نور ټپیان کړل

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

په بدخشان کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپيان دي.

د بدخشان د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې فیض اباد هوایي ډګر ته نږدې د دوو موټرو د ټکر له امله اته کسان ټپيان شوي چې له ډلې یې د پنځو تنو وضعیت نازک دی.

د دې پېښې علت د یوه موټر له حده زیات سرعت ښودل شوی.

په بیان کې همداراز تایید شوې په بهارک ولسوالۍ کې په یوه لوی پوځي موټر سره یو ملکی کس لګېدلی او مړ شوی.