ازادۍ جبهې کابل کې د برید او طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا وکړه

د افغانستان د ازادۍ جبهې لوګو

د افغانستان د خپلواکۍ جبهې ادعا کړې چې د یکشنبې په ماښام یې په کابل کې دوه طالب وسله وال وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

نوموړې جبهې په خپله ایکس پاڼه د دې برید په تړاو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

د جبهې په بیان کې راغلي چې دوی دا برید د یکشنبې په ماښام د کابل د پنځمې ناحیې په خوشال خان مېنه کې د طالبانو پر یوې پوستې کړی دی.

جبهې ادعا کړې چې ګواکې طالبانو په دې پوسته کې به موټر د تالاشۍ په پلمه درول او ځوانې نجونې او (پخواني) امنیتي ځواکونه یې ځورول.

طالبانو د دې برید او د ازادۍ د جبهې د ادعا په تړاو لا څه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د خپلواکۍ جبهه د طالبانو پر وړاندې په بېلابېلو ولایتونو کې بریدونه کوي.

دا جبهه د پخواني پوځ د لوی درستیز جنرال یاسین ضیا له خوا جوړه شوې او ډېرغړي یې د راپورونو په اساس پخواني افغان ځواکونه دي.