بارانونه او واورې؛ په بامیان، غور او دایکندي کې تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شوې

د بامیان ښار یوه څنډه

د طالبانو چارواکي وايي، تر سختو بارانونو او واورو وروسته په بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شوې.

د غور لپاره د طالبانو د ټولګټو رئیس مولوي ابو شعیب ویلي چې په بکک کوتل کې د غور- کابل لویه لار او د شپږو نورو ولسوالیو لارې چې پرون تړل شوې وې، نن مازیګر بېرته پرانیستل شوې.

بل لوري ته په بامیان کې د طالبانو ټولګټو ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې پر فېسبوک کې یې خپره کړې او د دایکندي لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوېد له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دغو ولایتونو د لویو لارو او مرکزونو ته د غزېدلو لارو د بیا پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

د جاوېد په وینا، یوازې د دایکندي د بندر ولسوالۍ لار لا هم د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

تر دې مخکې د طالبانو د ټولګټو وزارت نن د وړو او تېزرفتاره موټرو پرمخ د سالنګ لویې لارې د بیا پرانیستل کېدو خبر ورکړی و.

دغه لاره هم د درنې واورې او سخت توفان له کبله د شنبې سهار تړل شوې وه.