ټېسټ کرکټ؛ درېیمه ورځ پای ته ورسېده، افغانستان لا هم ۴۲ منډې شاته دی

د افغانستان لوبغاړي نورعلي ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ د لوبي پر مهال

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د پیل شوې یوازینۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم بشپړه شوه، خو افغان لوبډله لا هم ۴۲ منډې شاته ده.

سریلانکا د درېیمې ورځې په سهار خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۴۳۹ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې لپاره انجیلیو متیوز او دېنېش چندیمال سلیزې وهلې وې.

په افغان توپ اچونکو کې نوید ځدراڼ ښه وځلېد او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، دا د نوموړي لومړۍ ټېسټ سیالي هم ده.

دغه راز نجات مسعود او قیس احمد دوه دوه سریلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا د توپوهنې د لومړۍ پاڼۍ په بشپړېدو سره افغان لوبډله ۲۴۱ منډې قرضداره شوه.

افغان توپوهونکو د دویمې پاڼۍ پیل ډېر ښه وکړ، نورعلي ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ د ۱۰۶ منډو تاریخي ملګرتیا وکړه. نورعلي په ۴۷ منډو وسوځېد.

د ابراهیم او رحمت شاه ترمنځ د دویمې ویکټې ملګرتیا هم ۹۳ منډو ته رسېدلې ده او دواړه د درېیمې ورځې تر پایه ناسوځېدلي پاتې شول.

ابراهیم ځدراڼ په ټېسټ کرکټ کې لومړنۍ سلیزه ووهله، هغه تر دې وړاندې درې ځل نیمه سلیزې وهلې.

نوموړي ۲۱۷ توپونه ولوبول، ۱۱ څلوریزې یې ووهلې او ۱۰۱ منډې یې وکړې.

رحمت شاه بیا په ۴۶ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.

نوموړي په لومړۍ پاڼۍ کې ۹۱ منډې کړې وې.

افغان لوبډله به لومړی د کوربه سریلانکا د لومړۍ پاڼۍ پاتې ۴۲ منډې پوره کوي او تر هغې وروسته به یادې لوبډلې ته هدف ټاکي.

د ویلو ده چې لا هم د یادې سیالۍ دوه نورې ورځې پاتې دي.

دغه سیالي چې د فبرورۍ په دویمه نېټه پیل شوې د همدې میاشتې په ۶مه نېټه به پای ته رسېږي.