د چمن پرلت وال؛ د پاکستان حکومت به مو غوښتنې مني کنه ټاکنې یې ننګوو

د چمن یو شمېر پرلت وال

د بلوچستان ایالت په چمن کې د پرلت مشران وايي، د دې لپاره چې د پاکستان چارواکي د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي، په خپله سیمه کې د انتخاباتو مخه نیسي.

په چمن کې زرګونو کسانو له تېرو ۱۰۸ ورځو راهیسي په دې خاطر احتجاج ته دوام ورکړی چې د پاکستان حکومت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د وېزې او پاسپورټ شرط ایښی دی.

د چمن د پرلت ویاند صادق اڅکزي پرون (شنبه) د امریکا غږ ډیوې راډیو ته وویل چې د خپلو اعتراضونو په دوام کې به د دولتي دفترونو مخته کانتینرونه کښېږدي او د دولتي ادارو فعالیت به ودروي.

ده همداراز وویل، په چمن کې به یوازې په هغه صورت کې انتخاباتو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته د دوی تګ راتګ د پخوا په شان ازاد شي.