د امریکا د ولسمشرۍ مقدماتي ټاکنې؛ بایډن په جنوبي کارولینا کې لوړې رایې واخیستې

ولسمشر جو بایډن

د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د دیموکرات ګوند د نهايي کاندید د ټاکلو لپاره د امریکا د ولسمشرۍ په مقدماتي انتخاباتو کې تېره شپه په جنوبي کارولینا ایالت کې لوی اکثریت ترلاسه کړ.

په خپل ګوند کې جو بایډن دوه سیالان لري، یو دین فلیپس، چې د استازو جرګې غړی دی، او بل ویلیامسن، چې لیکوال او شنونکی دی.

د سي این این خبري چاینل د راپور له مخې، په پنځو کې د څلور برخو شمېرل شویو رایو پایله ښيي چې جو بایډن تر ۹۵ سلنه ډېرې رایې ګټلي دي.

په خپلو ګوندونو کې د اکثریت له ترلاسه کولو وروسته به د دیموکرات او جمهوریپال ګوندونو دوه بریالي کاندیدان د سږ کال د نومبر د میاشتې په انتخاباتو کې له یو بل سره سیالي کوي.