ایران: له قانوني لارو کار اخلو څو د هلمند سېند له اوبو خپل حق ترلاسه کړو

هلمند سېند

د ایران د انرژۍ وزیر وايي، ایران د هلمند د اوبو له حق څخه د مناسبې استفادې لپاره له قانوني ابزارو کار اخلي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، علي اکبر محرابیان دغه څرګندونې پرون په یوه کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

محرابیان ویلي، د هلمند د اوبو د حق په اړه د ۱۳۵۱ل کال تړون یوه نړیواله معاهده ده چې عملي کول یې اختیاري نه دي.

د ده په وینا ،تهران د دغه تړون د عملي کېدو موضوع څاري او په وینا یې ایران ته د طالبانو یوه هیئت، د خپل سفر پر مهال د دې تړون د عملي کولو ژمنه کړې ده.

افغانستان او ایران د هلمند سېند د اوبو د حق پر سر په ۱۳۵۱ل کال یوه هوکړه لاس‌لیک کړه چې پر بنسټ یې، ایران حق لري چې هر کال له هلمنده ۸۵۰ ملیونه مټرمکعب اوبه ترلاسه کړي.

په وروستیو کې ایران په وار- وار ویلي چې د هلمند سېند له اوبو پوره حق نه ورکول کېږي، خو طالبانو ویلي چې د دغو اوبو سطحه د وچکالیو له کبله ټیټه شوې او په افغانستان کې هم کافي استفاده نه ورڅخه کېږي.

د ایران د انرژۍ وزیر ویلي، وروستیو اورښتونو ته پام سره د هلمند د اوبو د حق موضوع تعقیبول د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې راځي.