بایډن: امریکایي ځواکونو په عراق او سوریه کې د ځان خلاف کارېدونکي ایران پلوه اهداف په نښه کړل

د امریکا متحده‌‌ایالاتو جمهور رییس جوبایډن

د امریکا متحده‌‌ایالاتو جمهور رییس جوبایډن وايي، نن د ده په امر د متحده‌ایالاتو نظامي ځواکونو په عراق او سوریه کې هغه اهداف په نښه کړل چې د سپاه پاسداران او ورسره تړلو ملېشو له‌خوا پر امریکايي ځواکونو د بریدونو لپاره کارول کېدل.

جمهور رییس بایډن نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دوی په منځني ختیځ او بل هر ځای کې د جګړې په لټه نه‌دي، خو ښاغلي بایډن هغو کسانو ته خطاب کې چې دوی ته د زیان رسولو په هڅه کې دي لیکلي، موږ به ځواب درکړو.

دا بریدونه په اردن کې د تېرې جنورۍ په وروستیو کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې کېږي.

په هغه برید کې درې امریکايي عسکر وژل شوي وو.