تېره میاشت ۱۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي

له ایرانه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو بهیر - تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت په تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه د څه کم یو لک کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي.

ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۹۸ زره افغانان چې ډېره برخه یې له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول ایستل شوي کډوال دي هېواد ته راستانه شوي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا پرون په خپل تازه راپور کې وویل، پاکستان د جنورۍ ترپایه شاوخوا پنځه لکه افغانان چې ۶۰ سلنه یې له ۱۸ کلونو کم عمره یا واړه ماشومان دي له خپلې خاورې ایستلي دي.