د ملګرو ملتونو کارپوهان: طالبان دې د " بد حجابۍ" په نوم د ښځو او نجونو نیول ودروي

د طالبانو لخوا د بد حجابۍ په نوم د ښځو د نیولو په اړه ادعا شوی تصویر، خو دوی رد کړی

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، طالبان دې د بد حجابۍ په تور د ښځو او نجونو نیول سمدستي ودروي.

په هغه بیان کې چې نن د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوی دی راغلي، د ملګرو ملتونو کارپوهان په افغانستان کې د بد حجابۍ په تور د ښځو او نجونو د پرله پسې نیونو د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لري.

وړاندې راځي، دا ښځې او نجونې د جنورۍ له پیله د بدحجابۍ په تور د طالبانو له خوا نیول کیږي او بد چلند ورسره شوی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې د ښځو او نجونو سره هر ډول بد چلند رد کړی دی.

د بیان پر اساس، د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې افغانو ښځو او نجونو سره د نړیوالو بشري حقونو دکنوانسیونو مطابق برخورد وکړي.

په بیان کې راغلي، د بد حجابۍ په تور د ښځو او نجونو نیول لومړی د کابل له غرب څخه چې عموما یوه هزاره مېشته سیمه ده پیل، او ورپسې نورو سیمو او ولایتونو لکه: بامیان، بغلان، بلخ، دایکندي، او کندز ته وغځېده.

له دې وړاندې د بشري حقونو د څار او بښنې نړیوالو سازمانونو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.