امریکا په " محتاطانه ډول" په کابل کې د قونسلي خدمتونو د بېرته پيل امکان څېړي

کابل کې د امریکا سفارت - تصویر له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د بیا پرانیستلو امکانات په محتاطانه ډول څېړي.

دا خبره د یاد وزارت په یوه سند کې چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۱۴ تصویب او په ډسمبر کې خپور شوی راغلې.

دا سند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو په ارشیف کې شامل شوی دی او رسنیو پرې راپورونه ورکړي.

د دغه سند په اساس، امریکا په افغانستان کې قونسلګرۍ خدمتونو ته د خپلو اتباعو د لاسرسي، شفافیت او حساب ورکونې ملاتړ کوي.

امریکا د طالبانو په بیا واکمنېدو په کابل کې خپل سفارت بند کړ.

پر ځای یې لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې سند کې راغلي کابل ته د بیا ستنېدو لپاره د شرایطو تر برابرېدو پورې د قطر له پلازمېنې دوحې د افغانستان اړوندې چارې مخته وړل کېږي.