ټېسټ کرکټ؛ د افغانستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شوې

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې سیالۍ یو انځور

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د چایو تر دمې پورې افغان لوبډله لا هم د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ لوبوي.

یاده سیالي چې د کابل پر مهال سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې، سریلانکا د پچې تر ګټلو وروسته افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړې ده.

افغان لوبډلې د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۶۸ منډې کړې دي.

په افغان توپوهونکو کې رحمت شاه په ۹۱ او نور علي ځدراڼ په ۳۱ منډو سوځېدلي دي.

دغه راز لوبډلمشرحشمت الله شهیدي په ۱۷ منډو سوځېدلی، خو ابراهیم ځدراڼ او ناصرجمال له کومې منډې جوړولو پرته سوځېدلي دي.

سریلانکا ته جیسوریا او فیرنینډو دوه دوه لوبغاړي سوځولي دي.

د ویلو ده چې یاده سیالي به د روانې میاشتې تر ۶مې نېټې دوام لري.