اوچا: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو د دایمي ستونزو حل ته بېړنۍ بودیجه په کار ده

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، تر جنوري پورې پاکستان پنځه لکه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

دې ادارې ویلي چې همکارې موسسې د راستنو شویو کډوالو ستونزو ته رسېدنه کوي، خو دایمي حل ته بېړنۍ بودیجه په کار ده.

د دې ادارې په راپور کې چې نن یې خپور کړی راغلي، په څه باندې ۵ لکه راستانه شویو کې ۶۰ فیصده یې له اتلسو کلنو کشران او ماشومان دي.