روسیه: د اوکراین ۱۱ بې پیلوټه الوتکې راغورځول شوي

ارشیف

د روسیې دفاع وزارت وایي، د هوایي مدافعې ځواکونو یې نن پنجشنبې د اوکراین ۱۱ بې پیلوټه الوتکې د روسیې په درېیو سرحدي سیمو، بیلګورود، کورسک او وورونیژ کې راغورځولي دي.

دې وزارت د احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې دفاع وزارت پرون چهارشنبې ویلي وو چې پر اشغال شوې کریمیا سیمه باندې د اوکراین توغول شوي شل کروز توغندي یې په ډزو راغورځولي دي.

د دې وزارت په خبره د دې توغندیو ټوټې د سیواستوپول شمال ته په یوه پوځي ځای کې راغورځېدلې دي.

د دې سیمې په بیلبیک کې د روسیې یوه هوایي اډه فعاله ده، خو نوم یې ندی ښودل شوی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي وو چې د الوتکو تجهیزاتو ته هیڅ زیان نه‌دی اوښتی.

اوکراین په روسیه کې په دغو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.