کرکټ؛ افغانستان سبا له سریلانکا سره ټېسټ پيلوي

د افغانستان د یوې مخکېنۍ ټېسټ لوبې څخه یو انځور

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله خپله یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ سبا د فبرورۍ دوهمه له سریلانکا سره پیل کړي.

یاده سیالي به د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او سریلانکا ټېسټ سیالي ترسره کوي.

دواړو هېوادونو یادې لوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړي او افغان کرکټ بورډ وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په کولمبو کې تمرینات هم ترسره کړي دي.

د ویلو ده چې تر دې ټېسټ سیالۍ وروسته به دواړه لوبډلې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړي.