نتنیاهو له فلسطیني کډوالو سره د مرستو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو په فلسطین کې له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکې ادارې د ماموریت د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د جرمني خبري اژانس 'ډي پي اې' لیکلي چې نتنیاهو دغه څرګندونې پرون چهارشنبه په بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو د سفیرانو یوه پلاوي ته کړي دي.

په فلسطین کې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې کارکوونکي تورن شوي چې د تېر کال د اکټوبر په ۷مه نېټه یې پر اسراییلو د برید پر مهال له حماس سخت دریځې ډلې سره مرسته کړې ده.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پېژني تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې دغه تورونه ارزوي.

پرون د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګبیریسیوس خبرداری ورکړ چې په فلسطین کې د کډوالو له مرسته کوونکې دغې ادارې سره د مرستو کمول به ناوړه پایلې ولري.