واوره او توپان؛ طالبانو پر سالنګ لاره د نه تګ سپارښتنه کړې

د سالنګ لارې یوه څنډه

د سالنګونو لپاره د طالبانو د حکومت د ساتنې او څارنې مسوول د واورې او توپان له کبله موټر چلونکو ته پر دغې لارې د نه تګ سپارښتنه کړې ده.

د افغانستان یو شمېر محلي رسنیو له هغې ډلې پژواک خبري اژانس د عبدالحلیم اغا په حواله ویلي چې له پرون ماښام راهیسې دغه لاره د موټرو تګ راتګ ته مناسبه نه ده.

دغو رسنیو هغه ویډیو هم خپره کړې چې سالنګ کې د واورې او توپان پر مهال د طالبانو دغه چارواکی په کې خبرې کوي.

معلومه نه ده چې دغه لاره به څه وخت پرانیستل شي.

د کابل او شمالي او شمال ختیځو ولایتونو دغه لاره تل د ژمي پر مهال د وارې ورېدو او واورې ښوېدو له کبله د موټرو پر مخ بندېږي.