ګرینفیلډ: نړیواله ټولنه باید د اړمنو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لیندا توماس ګرینفیلډ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لیندا توماس ګرینفیلډ وایي، په افغانستان کې د ښځو، نجونو او د بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره یې په افغانستان کې د بشري بحران د حل او د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د ځپنې په وړاندې د خپلو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

هغې دا خبره پرون چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو ملاتړ ته چې دوی اوس اړتیا لري، دوام ورکړي.

مېرمن امیري تراوسه د دغې کتنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو هغه داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه نېټه د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب دې غونډې ته د متحدو ایالتونو په ګډون د افغانستان په مسئله کې د ښکېلو هېوادونو او یو شمېر سازمانونو ځانګړي استازي او د مدني ټولنې او یو شمېر نورو بنسټونو استازي وربلل شوي دي.

د طالبانو حکومت هم چې تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، ویلي چې دوی هم دې غونډې ته وربلل شوي دي.