سیګار: ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته ۲،۹ میلیارده ډالر لېږدولي

د سیګار لوګو

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي اداره( سیګار) وایي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې ملګرو ملتونو افغانستان ته څه باندې دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالر لېږدولي دي.

سیګار په خپل تازه راپور کې چې نن د جنورۍ په ۳۱مه یې خپور کړی ویلي چې د دغو پیسو ډېره برخه یعنې دوه اعشاریه ۶ میلیارده یې د امریکا حکومت ملګرو ملتونو ته ورکړې ده.

په راپور کې راغلي چې ملګرو ملتونو او نورو موسسو او نادولتي بنسټونو دغه پیسې په افغانستان کې په بشري مرستو لګولي دي.

افغانستان ته د دغې اندازې بشري مرستو د رسولو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې لا هم دغه هېواد کې شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

سیګار موندلې چې د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د نقدو پیسو لېږد، د طالبانو حکومت ته هم ګټه رسولې، هغه داسې چې ملګري ملتونه د خپلو عملیاتو لپاره افغانیو ته اړتیا لري او دغه افغانۍ د ډالرو په مقابل کې تر ډېره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک نه اخلي.