د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: له نجونو او ښځو سره د طالبانو " ناوړه چلند" لا هم روان دی

تصویر له ارشیفه: هرات کې یو شمېر معترضې ښځې او یو طالب

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، له افغان نجونو او ښځو سره د دوی په ټکو " د طالبانو ناوړه چلند" لا هم دوام لري.

دغه سازمان نن چهارشنبه ( د سلواغې ۱۱مه) په یوه راپور کې پوښتنه کړې چې ایا د عدالت نړیواله محکمه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته ځواب ویلی شي؟

د راپور په دوام کې راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو ټول حقونه نقض کړي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې ورته راپورونه رد کړي او ویلې یې دي چې د ښځو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې درناوی لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما یوه اوونۍ وړاندې وویل چې د طالبانو چارواکي د نجونو او ښځو پر زده کړو، کار او تګ راتګ بندیزونو ته دوام ورکوي.