کرزي یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو زده کړو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

پخوانی ولسمشر، حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې د موثرو اقداماتو غوښتنه وکړه.

کرزي د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۰ مه) په ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې ویلي چې د پوهنې په برخه کې یې له یو شمېر فعالو ښځو سره کتلي او د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره یې د نجونو د تعلیم او لوړو زده کړو د اړتیا په اړه خبرې کړي.

حامد کرزي همداراز د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانستل د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه حیاتي موضوع بللې ده.

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، افغان نجونې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې له زده کړو منع شوې دي او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې هم افغان ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تلو منع شوې.