د طالبانو حکومت: د نورو هېوادونو له زندانونو د افغان بندیانو د خلاصون هڅه کوو

د ایران د یوه زندان تصویر - ارشیف

د طالبانو حکومت په پام کې لري د نورو هېوادونو له زندانونو څخه د افغان بندیانو د خلاصون په برخه کې اقدام وکړي.

په یوه بیان کې چې پرون د چارو ادارې خپور کړ راغلي دي چې د کابینې په پرونۍ غونډه کې د بهرنیوچارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او له زندانونو څخه د افغان بندیانو دخلاصون لارې چارې ولټوي.

د راپورونو له مخې، تېرکال څه باندې اته نیم سوه افغان بندیان د ایران له خوا د طالبانو حکومت ته وسپارل شول.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا نژدې یوه اونۍ مخکې راپور ورکړ چې د دې هېواد د قضا چارواکو د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له یوه پلاوي سره د بندیانو د انتقال په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره میاشت تایید کړې وه چې په ایران کې شاوخوا اوه زره او په پاکستان کې شاخوا شپږ زره افغان کډوال په محبسونو کې دي.