عمران خان او شاه محمود قریشي په ۱۰-۱۰ کاله زندان محکوم شول

عمران خان او شاه محمود قریشي

د پاکستان قضا پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د هغه یو مرستیال دواړه په لس کاله بند محکوم کړل.

محکمې دوی د دولت د محرمو اسنادو په افشا کولو مجرم وپېژندل.

د تحریک انصاف ګوند ویاند ذوالفقار بخاري وايي چې د محکمې حکم نن د راولپنډۍ په یو محبس کې اعلان شو.

چارواکي وايي چې عمران خان او د ګوند مرستیال یې شاه محمودقریشي کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.

دا حکم د عمران خان لپاره چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د پاکستان د پارلمان د عدم اعتماد رایې په نتیجه کې له واکه لیرې شو او اوس مهال د فساد په یوه قضیه کې د حبس درې کلنه دوره تېروي یو بله سیاسي ضربه ده.

عمران خان ته د حبس حکم داسې مهال ورکول کېږي چې په پاکستان کې د فبروري په ۸مه عمومي انتخابات کېدونکي دي.

خان د فساد د قضیې په خاطر په دې انتخاباتو کې له ګډون څخه بې برخې شوی دی.