بلینکین: زموږ له مرستې پرته به روانه جګړه کې د اوکراین لاسته راوړنې شکمنې وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین پرون دوشنبې خبرداری ورکړچې په تېره دوه کلنه جګړه کې د اوکراین لاسته راوړنې به په شک کې وي که امریکا دې هېواد ته نوې مرستې ورنه کړي.

بلینکین دغه خبرداری داسې مهال ورکړچې د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ پرون په واشنګټن کې و، ترڅو له اوکراین سره د امریکا د نویو مرستو لپاره د کانګرس ملاتړ ترلاسه کړي.

بلینکین له ستولتنبرګ سره له خبرو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د امریکا د اضافي مرستو له تصویب پرته د اوکراین لپاره یو پیکه انځور وړاندې کړ او ویې ویل، که له اوکراین سره د امریکا نوې مرسته تصویب نه شي، هغه لاس ته راوړنې به له خطرسره مخ شي چې دې هېواد تراوسه زموږد مرستو پرمټ ترلاسه کړي دي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې چې روسیې پراوکراین یرغل کړی، متحدو ایالتونو له دې هیواد سره د ملیارډونو ډالرو مرسته کړې خو له کییف سره د مرستو د دوام په اړه په دې وروستیو کې د کانګرس په جمهوریپاله غړیو کې نه لېوالتیا ورځ تربلې زیاته شوې.

دوی وایي، د روسیې د ولسمشرولادمیرپوتین د ځواکونو په وړاندې د جګړې له دوام سره دا روښانه نه ده چې دغه جګړه به کله پای ته رسیږي.