د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو پر ضد د ماشومانو د واکسین کمپاین پيل شوی

یو اړوند تصویر

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین روان دی.

دا کمپاین پرون پیل شو او د پنجشنبې ترورځې پورې به دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویلي دي چې تمه ده د دې کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا اوه میلیون ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

په افغانستان کې په تېر میلادي کال کې د پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې چې ټولې په ننګرهار ولایت کې وې.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت چارواکو ویلي دي چې سږکال د ټول هېواد په کچه د پولیو پرضد د واکسین څلور کمپاینونه په پام کې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لاهم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پکې ده او له منځه نه ده تللې.