د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې نن د واورې او باران اټکل شوی

تصویر له ارشیفه

د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې نن بیاهم د نسبتا درنو واورو او سختو بارانونو اټکل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې څانګې په یوه بیان کې ویلي چې په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، پروان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او نورستان ولایتونو او همداراز په سالنګونو کې به واورې او بارانونه وشي.

د اټکل له مخې، په دې ولایتونو کې به د واورې کچه د ۱۵ او ۴۰ سانتي مترو او د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ میلي مترو ترمنځ وي.

د دې ولایتونو په اړوندو سیمو کې پرون هم د واورو او بارانونو راپور ورکړل شوی و.