د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان لوی درستیز سره ولیدل

د پاکستان او ایران بیرغونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکز کې د دغه هېواد له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره ولیدل.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، عبداللهیان په دې کتنه کې د ایران او پاکستان ترمنځ د تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکو یادونه وکړه، ویې ویل چې دواړه خواوې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي او د یو بل اندېښنې درک کوي.

له دې جلا د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني ساري عباس جیلاني سره له خبرو وروسته په یوه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

دوی وویل چې دواړه هېوادونه به په اړیکو کې د وروستۍ ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره د یو بل د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي او په خپل منځ کې به امنیتي همکاري پراخوي.

د ایران او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې دواړو پر یو بل بریدونه وکړل.

ښاغلي جیلاني په دې خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه ګاونډیان له یوبل سره د اړیکو لپاره ډیرقوي چاینلونه لري او وبه کولای شي چې له هغو څخه په استفادې هره موضوع حل او غلط تفاهم چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې رامینځ ته شوی، لیرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیرحسین امیرعبداللهیان وویل چې دواړه هېوادونه په خپلو کې ښه تفاهم لري او زیاته یې کړه چې دوی د پاکستان ورور، دوست او د ایران د ګاونډ امنیت د ایران امنیت او د ټولې سیمې امنیت ګڼي.