د مهاجرت نړیوال سازمان د هرات زلزله ځپلو سره د نویو مرستو خبر ورکړ

د هرات د یو شمېر زلزله ځپلو خېمې

د مهاجرت نړیوال سازمان، IOM د هرات له یو شمېر زلزله ځپلو کورنیو سره د نویو مرستو خبر ورکوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې نن دوشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې ویلي چې ټیمونو یې له ۱۵۴۶ زلزله ځپلو کورنیو سره د ژمنیو توکو د پېرلو لپاره نغدي مرستې کړي ترڅو له دغه سخت ژمي څخه روغې ووځي.

IOM نه دي ویلي چې له هرۍ کورنۍ سره یې څومره نغدي مرسته کړې.

د راپورونو له مخې، د هرات د وروستیو مرګونو زلزلو ځپل شوې په زرګونې کورنۍ تراوسه د سرپناه په ګډون ډیرو مرستو ته اړتیا لري.