د افغانستان په یو ۲۱ ولایتونو کې د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پيل شو

تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت نن دوشنبې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین د یوه فرعي کمپاین د پیلیدو خبر ورکړ.

د باخترخبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي د راپور له مخې، دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کمپاین کې به له نن څخه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې پيل او د فبرورۍ میاشتې ترلومړۍ نېټې یانې د روانې اونۍ ترپنجشنبې پورې دوام کوي.

سرچینه زیاتوي: په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا اوه نیم میلیونه ماشومان واکسین شي.

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد د واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې په افغانستان کې تېرکال د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.

د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیرډاکټر قلندرعباد د جدي په ۲۷ مه نېټه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو چې سږکال د خپلو شریکانو په ملتیا په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین څلور کمپاینونه په پام کې لري.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تراوسه پکې د پولیو ناروغي شته.