د ایران د بهرنيو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره په وروستي کړکېچ خبرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین اميرعبداللهیان له یوه پاکستاني چارواکي سره د روغبړ پر مهال

د ایران د بهرنيو چارو وزیر به نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې له خپل سیال او د دې هېواد له نورو لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

حسین اميرعبداللهیان وروسته له هغې اسلام آباد ته ځي چې د روانې میاشتې په نیمایي کې د دواړو هېوادونو له خوا یو د بل په خاوره کې د خونړیو هوایي بریدونو وروسته د تهران او اسلام آباد ترمنځ اړیکو کې کړکېچ زیات شوی دی.

په دغو بریدونو کې چې د اسلام آباد او تهران په وینا، د خپلو مخالفه وسله‌والو ډلو پر مرکزونو یې کړي، لږترلږه د یولس کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپوررله مخې حسین اميرعبداللهیان به له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جيلاني سره پر کتنې سربېره د پاکستان د حکومت له سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره وګوري او پر سیاسي او امنیتي مسایلو به ورسره خبرې وکړي.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې ایران د جنوري په ۱۷مه د پاکستان په بلوچستان کې د جیش العدل سخت دریځې ډلې پر پټنځای برید وکړ.

د پاکستاني چارواکو په خبره په دغه برید کې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه ووژل شول.

پاکستان چې دغو بریدونو په غوصه کړی و، له تهران څخه یې خپل سفیر وروغوښت او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې یې د سخت دریځو پر پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل چې لږ تر لږه نهه کسان په‌کې ووژل شول.

اسلام اباد وویل چې په دغه بریدونو کې یې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌والې ډلې په نښه کړي دي.

له دغو بریدونو وروسته د جنورۍ پر ۲۷مه د ایران په سیستان بلوچستان کې نامعلومو وسله‌والو ۹ پاکستاني وګړي ووژل چې اسلام اباد یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د دغه برید په اړه به چې مسوولیت یې تراوسه هېڅ یوې ډلې نه‌دی اخیستی، څېړنه وکړي.