روغتيا پالان: په ارزګان کې تېره يوه مياشت لېونيو سپيو ۴۶ کسان داړلي

ارشیف

روغتیا پالان وايي چې په ارزګان کې تېره یوه میاشت لېونيو سپيو ۴۶ کسان داړلي دي.

دوی وايي، لېونی سپی چې انسان وداړي نو ویروس يې عصبي سیستم ګډوډوي او که بېړنۍ درملنه يې ونه شي نو ژوند هم له لاس ورکړي.

روغتيا پالان غوښتنه کوي چې خپل سپي واکسین کړي او د ډېرانونو د خوراک څخه منع کړي او دغه راز دې په خپل کور کې ورته خوراک ورکړي.

بل خوا د ترینکوټ ښاروالۍ مسوولان وايي، په مرکز کې د لېونیو او کوڅه ډبه سپيو د له منځه وړلو کمپاین يې پیل کړی دی.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور