د پاکستان پولیسو په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څو غړي نیولي

ارشیف

د پاکستان پولیسو پرون د جنورۍ ۲۸مه په لاهور ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څو غړي ونیول.

د ازادۍ راډيو مشال څانګې راپور ورکړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د خپل مشر منظور پښتين د خوشې کولو په خاطر د مظاهرې پر مهال نیول شوي.

پولیسو ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي یې په دې صوبه کې تر پنځو د زیاتو کسانو په غونډېدو د بندیز د ماتولو په خاطر نیولي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸م کال کې د میلیونونو پښتنو د ملاتړ په هدف جوړ شو او بیا یې د لسګونو زرو پام ځانته واړوه.

په تېرو کلونو کې د دغه غورځنګ غړي څو ځلې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د دغه غورځنګ مشر د بلوچستان د پولیسو له خوا د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیول شو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو.

پښتین دمګړی د پنجاب په جهلم زندان کې بندي دی.