کابل کې نن د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د استازیو په ګډون یوه غونډه جوړېږي

د کابل ښار یوه څنډه

کابل کې نن د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د استازیو او سفیرانو په ګډون یوه غونډه جوړېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه پیغام کې ویلي چې د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا، د متقابل احترام زیاتول، د سیمې اړوند مساییل او ترانزیت ددې ناستې د بحث موضوع ګانې دي.

د ایران یوه لوړپوړي ډپلوماټ ویلي چې ایران، روسیه، چین او پاکستان د ناستې له اصلي ګډونوالو دي.

دا غونډه داسې وخت جوړېږي چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز څرګندونو چې ویلي یې دي د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان ورته ارزښت لري په افغانستان کې د خلکو او طالب چارواکو له کلکو نیوکو سره مخ شوي.

ایران او پاکستان هم د یو بل پر خاوره تر بریدونو وروسته کړکېچ کې پاتې دي.